ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو سرپرست د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې فاضلانو د عملي او نظري زده کړو سیمینار په پای مراسمو کې وینا کړې

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې فاضلانو لپاره د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست له لوري جوړ شوی سیمینار د دغې جامعې د فاضلانو لپاره په عملي زده کړو او ظرفیت لوړونه کې مهم بللی او د دې سیمینارونو د لړۍ د دوام د غوښتنې تر څنګ یې، د سترې محکمې له مسولینو مننه کړې.

نوموړي د قضاء ارزښت په اړه ویلي؛ په نظام کې د قضاء دنده خورا مهمه ده او د عدالت تأمین پر غاړه لري.

سرپرست وزیر په دیني علومو کې پر تخصص ټینګار وکړی او زیاته کړې یې ده، چې د دیني جامعاتو متخصصین به د سترې محکمې اړتیاوې پوره کوي او د سترې محکمې لپاره به متخصص کاري ځواک روزي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال مفتي محمد طاهر احمد ویلي دي؛ د نظام پرمختګ، ځواکمنتیا او بقا په سوچه او عادل قضایي سیسټم کې ده.

د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې رییس مفتي احسان الله احسان او د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن غزنوي د فاضلانو لپاره د دا ډول عملي زده کړو پر ګټو او په نظام کې د قضاء پر ارزښت خبرې کړي.

په دغه نهه ورځني عملي او نظري سیمینار کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء څانګې د دویم کال ۱۲۶ تنو فاضلانو ګډون کړی و.