د رياستالوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړى امارتي پلاوى ايران ته له خپل شپږ ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راستون شوی.
ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبري کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ ایران ته مو د خپل سفر پر مهال له لوړپوړو ایراني مسولینو سره وکتل او پر هغه سربېره مو له چابهار بندر او یو شمېر صنعتي او تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړه.
زموږ د سفر موخه دا وه څو بهرنیو هېوادونو ته د افغاني توکو د صادراتو او وارداتو د رسولو اسانه او ارزانه لار پيدا کړو، چې په دې سره به د افغانستان سوداګري زیاته شي.
اقتصادي مرستیال زیاته کړې؛ د دغه سفر پر مهال مو د ایران له حکومت او خصوصي سکټور سره د سوداګرۍ، صنعت، ترانزیټ، کرنې، کانونو، نفت او ګازو، سرحدي مسایلو، روغتیا، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې یو شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
د نوموړي په وینا، دا د دواړو هېوادونو لپاره په صنعت او سوداګرۍ کې لویه لاسته راوړنه ده.
د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي د دغو هوکړه لیکونو د څار په موخه له دواړو لوریو کاري ټیمونه او یوه میاشت وخت ټاکلی.
د ایران د چابهار بندر مسولینو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان سر له اوسه کولای شي له چابهار بندر څخه د سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په موخه عملاً استفاده پيل کړي.