دغه پروژه چارې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده، د یاد ولایت قاري بختیار معاذ، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي ریيس مولوي محمد حنیف حمزه، نورو لوړ پوړو مسولینو او د چک ولسوالۍ د مشرانو په ګډون پرانیستل شوې.
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستې پر مهال د یادې پروژې د ارزښت په هکله خبرې کړي او ویلي يي دي، د دغې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه کورنۍ د برېښنا څخه برخمنې شي.
د میدان وردګ والي هم د دغې پروژې پلې کول د دې ولایت د چک ولسوالۍ د خلکو لپاره یوه ارښتناکه لاسته راوړنه بللې.
د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي ریيس مولوي عبدالرحمن رحماني ویلي، د برېښنا شرکت مسولین په هېواد کې د برېښنا د تولید پراختیا ته ژمن دي او په دې برخه کې به لا زیاتې هڅې وکړي.
اوسمهال د دغې پروژې لپاره د افغانستان د اسلامي امارت له لوري ۱۶۴ میلیونه افغانۍ بودجه منظوره شوې ده او په راتلونکي کې به ۲۵۰ میلیونه افغانۍ بودجه نوره هم ورته منظوره شي.
د دغې پروژې پلي کول چې ۱۸ میاشتې وخت به واخلي، د چک- وردګ د برېښنا د تولید بند فابریکه به د 3.9 مېګاواټه برېښنا په ټولېزه وړتیا فعاله او همدارنګه په چک ولسوالۍ کې به د سب سټیشن جوړول او د برېښنا د لېږد مزي پروژه هم پلي شي.