ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې پینځه نوي ډیپارټمنټونه رامنځته شوي

 د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ يو پلاوي د کونړ سيد جمال الدين افغان پوهنتون کې د پینځو نويو ډيپارټمنټونو د رامنځته کېدو ترڅنګ د ياد پوهنتون علمي – څېړنیزې مجلې «اند» مخکتنې مراسمو کې هم برخه واخیستې.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه مجلې په اړه ویلي؛ خوښ يم چې د اسلامي نړۍ ستر فيلسوف علامه سيد جمال الدين افغان رحمه الله علیه په ټاټوبي او د هغه په نوم نومول شوي علمي بنسټ کې د علمي – څېړنيزې مجلې «اند» مخکتنه کوم.

نوموړي د اند مانا ته په اشارې د استادان او محصلين متوجه کړي، چې د علم په ترويج او حاصلولو کې د څېړنې برخې ته پوره پام وکړي او خپل فکر په نوښتونو ورټول کړي.

د سيد جمال الدين افغان پوهنتون ریيس پوهنمل محب الله محب، علمي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دې علمي بنسټ په لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي.

دوکتور لطف الله خیرخواه او مل پلاوي په کرهنې پوهنځي کې د هارټيکلچر ډيپارټمنټ پرانیسته وکړه او همدارنګه د رياضي او فزيک ډيپارټمنټ، د تاریخ او جغرافيې ډيپارټمنټ یې په مستقلو څلور ډيپارټمنټونو ووېشل.

ياد پلاوي د پوهنتون له بېلابېلو برخو؛ کمپيوټر لېب، کتابتون، د کيميا ډيپارټمنټ لابراتوار، کرهنې پوهنځي له څېړنيز فارم، د کمپيوټر ساينس او کرنې پوهنځيو د استادانو او محصلينو له څېړنيزو او عملي پروژو څخه هم ليدنه کړې.

علمي مرستیال د يادو پروژو په ليدو خوښي ښودلې محصلين يې لا نورو نوښتونو ته وهڅول.