د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبد الکریم فاتح، سالنګونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادي لویې لارې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ د قراردادي شرکتونو او د یادې پروژې له مسولینو سره لیدنه کړې او هغوی ته یې د کار د چټکتیا او غوره کیفیت په هکله لازمې لارښونې کړي.
ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار په دریوو برخو کې له خصوصي سکټور سره قرارداد کړی، چې دا مهال یې کار د تونل په دننه برخه، ۱۶ ګالرۍ او د دریمې برخې کار یې د خنجانو څخه پیل تر دوشي سیمې پوري عملاً جریان لري.
د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل په دننه برخه کې د کانکریټ لومړۍ او دویمه طبقه چې دواړه ۵۷ سانتي متره ضخامت لري د کانکریټ اچونې کار یې ۹۸ سلنه او د دریمې طبقې یا سیخ لرونکي کانکریټ کار چې ۲۸.۵ سانتي متره ضخامت لري؛ ۴۵سلنه بشپړ شوی او دا مهال یې کار جریان لري.
دغه راز د سالنګونو لویې لارې اړوند د ۱۶ ګالرۍ د لومړیو دوه طبقو کار سل سلنه او د دریمې طبقې کار یې ۶۵ سلنه بشپړ شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د تونل د دننه برخې او ۱۶ ګالرۍ د کانکریټ اچونې کار بشپړ شي.