غزني کې شپږ تاریخي ابدې چې درې میاشتې وړاندې یې چارې پیل شوې وې، په بنسټیزه توګه ورغول شوې.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار ویلي؛ په رغول شویو تاریخي ابدو کې د خواجه ملکیار پرنده، تاج اولیا تاریخي مقبرې، د غزني زاړه ښار بالابین برج او د غزنویانو دورې د دوو څلو د فرش ډبرې شاملې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ یادې شپږ تاریخي ابدې د د يونسکو نړيوال سازمان د ۴٫۵ ملیونه افغانيو په مالي ملاتړ د تعلیم او کلتور ECSO موسسې له لوري ورغول شوې.
له دې وړاندې د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي وو، چې په دغه ولایت کې ۱۰ تاریخي ابدې بیارغونې ته اړتیا لري او یو شمېر یې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.