له پاکستان څخه د لړم په ۱۸مه او ۱۹مه ۱۲زره او ۶۷۵ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د مهاجرينو چارو امريت د معلوماتو پر بنسټ يو زره او ۵۵۲ کورنۍ، چې ۹ زره او ۴۰ تنه کېږي او ۱۵ تنه نور ازاد شوي افغانان له دې لارې هېواد ته راستانه شوي.
همداراز د ننګرهار ولايت د مهاجرينو چارو رياست د راپور پر بنسټ ۶۶۹ کورنۍ، چې درې زره او ۵۳۹ تنه کېږي، په جبري توګه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
همدارنګه ۱۲ نورې کورنۍ چې ۸۱ تنه کېږي، د هلمند ولايت د بهرامچې ولسوالۍ څخه راستانه شوي.
يادو کورنيو سره د مهاجرينو چارو اداره کې د نومليکنې وروسته د اسلامي امارت له لوري ۱۰ زره افغانۍ مرسته شوې او د نورو مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت نړۍوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.