ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې د ۱.۵ میلیون افغانیو په ارزښت د انګورو باغونه جوړېږي

د پکتیکا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په جانخیل، یحي خیل او خیرکوټ ولسوالیو کي په ۳۰ جریبه ځمکه کي د انګورو باغونه جوړېږي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولينو ویلي؛ په یادو درېو ولسوالیو کي د انګورو باغونه جوړوو، چې په هره ولسوالي کې مو لس جریبه ځمکه ورته ځانګړې کړې دي، چې ټول ۳۰ جریبه کېږي.

د مسولېنو په وینا؛ په یادو باغونو ۱.۵ میلیونه افغانۍ لګښت کېږي، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د ترکیې هېواد له لوري ۲۰ بزګرانو ته کیمیاوي سري او د غنمو اصلاحي تخم ووېشل شوو او له پلان سره سم به یاد کیمیاوي سري او تخمونه په نورو بزګرانو هم ووېشل شي.