د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه الله د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې له ریيس مولوي وکیل احمد نقي او د دې ولايت له یو شمېر سپینږیرو او عالماوو سره لیدنه کړې.
نوموړي په دې لیدنه کې ویلي، چې د اغاجان بند جوړولو او له کجکي بند څخه ترینکوټ ته د برېښنا رسولو پروژو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریيس د عالیقدر امیرالمؤمنین سره په روزګان کې د برېښنا ستونزې، د کجکي برېښنا بند څخه روزګان ته د برېښنا رسولو، په چنارتو او چوره ولسوالیو کې د اغاجان او مني غار بندونو د جوړلو او ځینو نورو بندونو، کانالونو او سربندنو د رغولو وړاندیزونه شریک کړل.
امیرالمؤمنین حفظه الله د یادو ټولو وړاندیزونو د منلو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د اغاجان بند د جوړولو او د کجکي برېښنا بند څخه د روزګان مرکز، ترینکوټ ته دې د برېښنا رسولو پروژو ته لومړیتوب ورکړل شي.