ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اسلامي بانک له پخواني مرستیال سره لیدنه کړې

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د افغانستان اسلامي بانک له پخواني مرستیال انجنیر سید اقا سره لیدنه کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ افغانستان نن ورځ یو ازاد او خپلواک هېواد دی، چې ټول سیاسي، اقتصادي، سوداګري تصمیمونه د ملي ګټو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره په خپله نیسي.

ښاغلي انجنیر سید آقا ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته د کانونو او پټرولیم وزارت لاسته را وړنې اوکارونه د ستایلو وړ دي.

همدارنګه د پانګوالو د جلبولو په اړه یې خبرې کړي او زیاته کړې یې ده؛ په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت شته، له ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو څخه غوښتنه کوم، چې له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي او په ډاډه زړه پانګونه وکړي، په همدې موخه کولی شي، چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته بې له کومې وېرې سفر وکړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي؛ موږ کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ښې اسانتیاوې رامنځته کړي دي کولی شي، چې د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.