ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د خوست ولایت د صبریو ولسوالي اړوند د خټکې په سیمه کې د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې د څلور میلیونه، شپږ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت پيل شوې.

دغه استنادي دېوال ۲۸۰ متره اوږدوالی لري او د چارو په بشپړېدو سره به یې د شاوخوا کرنیزې ځمکې او استوګنیز کورونه د سیلاب له ګواښ څخه خوندي شي.

 د دغې پروژې چارې چې د یو این ایچ سي آر په مالي ملاتړ د اکرو موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي، پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او د یوې نیمې میاشتې په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 همدغه راز، د شمل- خرم سیندیزې فرعي حوزې ریيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د خوست ولایت په صبریو ولسوالي کې د سوري پاڼ کانال د پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه کړې او اړوندو مسولینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړین لارښوونې کړي.