ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: یکشنـــبه

نېټه:  ۲۸/۴/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۲۱/۷/۱۴۰۲ ھ ش  

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم په سیمه کې ۳۵۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې یو زر او ۳۷۶ تنه کیده، ثبت او بایومټریک شوې. ۱۱۵ کورنۍ ثبت شوې، چې ۹۹ کورنۍ کډوالی او ۱۶ کورنۍ غیر کډوال تثبیت شول.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

* د خدماتي کمېټې له لوري په عمري کمپ کې ۲۳ زره راستانه شویو مهاجرو ته ډوډۍ او تصفیه شوې اوبه ووېشل شوې.

* دخدماتي کمېټې مسولان په روسیه کې د مېشتو افغان کډوالو له‌خوا رالیږل شوي یو کانټینر خوارکي او غیرخوراکي مواد تسلیم شول، ژر به پر کډوالو ووېشل شي.

* د خالد بن ولید قول اردو له‌خوا عمري کمپ ته البسه او خوراکي توکي انتقال شول. دې قول اردو د ۱۷ زره او ۲۳۱ راستانه شویو ناروغو کډوالو درملنه هم کړې.

* د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولانو له‌خوا مهاجرینو ته دوه زره او ۴۳۶ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

* نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم له سیمې څخه د مختلف النوع موټرو په واسطه ۲۶۱ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې یو زر او ۲۹۲ تنه کیږي، خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.

د کډوالو د مؤقت مېشت کولو کمېټه:

* د مهاجرینو د مؤقت میشت کولو کمېټې د مسولینو، د ننګرهار والي، سرې میاشتې ټولنې د مشر او نورو مسولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه او په همدې ډول ۲۰ خېمې، د اوبو ذخیرې نصب او ډکې شوې.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې ۶۱۳ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې درې زره او ۳۳۱۵ تنه کیږي، ثبت او راجسټر او د مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شوي.

د اسلامي امارت له لوري له هرې کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

په راستانه شویو کې ۱۰ تنه بندیان هم وو.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

* له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۳۱۲ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې دوه زره او ۲۶۴ تنه کیږي، د مختلف النوع موټرو په واسطه کابل، زابل، اروزګان، هرات، کندهار، ننګرهار او نورو ولایتونو ته انتقال شوي او ۲۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

* نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۶۱۲ راستنو شویو مهاجرو کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

* د سپین بولدک، تخته پل او ښوراندام په کمپونو کې ۱۲ زره او ۳۶۰ تنه مهاجرو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوې.

*د روغتیايي ټیمونو له لوري اته زره او ۲۳۶ تنه ناروغانو ته د واکسینونو په شمول، بیلابیل روغتیايي خدمات رسیدلي دي.

* همدارنګه سپین بولدک، تخته پل، ښوراندان او میل دپل په کمپونو کې د برښنا، اوبو رسولو او داسې نورو برخو کې خدمات ارایه شوي او د کمپونو صفايي او تنظیف هم وشو.

* د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولینو له لوري پر راستانه شویو کډوالو یو زر او ۴۹۰ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي. 

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

*د تخته پل کمپ د اتاقونو پارټیشن روان دی، د موقت میشت کولو کمېټې د کارونو له بهیر څخه نظارت وشو، کارونه ښه روان دي.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

* د پکتیکا اړوند پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې شپږ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۴۳ تنه وو، ثبت شول او د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شول.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

*د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري شپږ راستانه شویو کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.

د مساجدو او زده‌کړو کمېټه:

* د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې غړو نن پکتیکا کې له مرستیال والي او نورو ولایتي رییسانو او مسولانو او د اسکان موقت کمېټې له غړو سره کتلي او راستنیدونکو کډوالو ته په اړوندو برخو کې د خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار شوی.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

*د افغانستان ملي راډیو اوخپرندوي رسني ته راپور ترتیب او خپور شو او له درې داخلي رسنیو سره د راپور چمتو کولو او د معلوماتو په ارایه کولو کې همکاري شوې.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

*د ښرنې په لومړي او دوهم کمپ، د انګور اډې او تروې په کمپونو کې ۵۲ بابه خېمې نصب شوې، د اوبو او برېښنا سیستمونه فعال او ښځینه او مردانه تشنابونه جوړ شول.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

*نن ۳۲ تنه ناروغان کتل (معاینه) شوي او اته تنو ته واکسین شوی.

*پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې راستانه شویو کډوالو او د کمیټو مسولانو ته درې وخته ډوډۍ ورکول شوې ده.

* د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسولینو نن پر مهاجرینو ۳۳ عدده سیمکارټونه ویشلي دي.

زابــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

*د خدماتو کمېټې غړي د زابل ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه د شملزو سیمې ته روان دي، څو هلته راستنیدونکو مهاجرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي؛ پکتیا، پکتیکا او زابل ولایتونو کې لا دمخه خدماتي کمېټې ایجاد شوي دي.

نیمــــــروز

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

*نن ۶۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۶۲ تنو ته رسیږي او یو زر او ۴۳۰ نفره مجردین ثبت او  د روغتیايي خدماتو له ارایه کولو وروسته، ۴۷ کورنۍ چې ۱۹۷ تنه کیږي، په لنډ مهالي کمپ کې ځای پر ځای شوې؛ آی او اېم ته معرفي او نغدي او غیر نغدي مرستې ورسره وشوې.

هــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

*هرات کې د اسلام کلا سرحد له لارې ۵۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۷۸ تنه کیده او یو زر او ۳۲۳ تنه مجردان چې په اجباري توګه اخراج شوي، ثبت او راجسټر شوي.

په همدې ډول ۳۶ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۳۴ تنه کیږي او یو زر او ۴۱۲ تنه مجردین په‌خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي؛ له دې ډلې ۵۳ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۱۸۱ تنه کیږي او ۱۳۸ تنه مجردین بې‌وزله تشخیص شوي، مرسته ورسره شوې او آی او آېم ته معرفي شوي دي. څلور جنازې هم راغلي دي.

کابــــــــــل ـ مرکز

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

* د سرای شمالي په کمپ کې ۳۲ بابه خیمې نصب او د اوبو رسولو سیستم جوړ؛ د نارینه‌ؤ او ښځینه‌ؤ لپاره د تشنابونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء