د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ميدان وردګ ولايت په پینځه ولسوالیو (نرخ، چک، جلریز، سیداباد او جغتو) کې د اوبو ذخیروي بندونه رغول کیږي.
دغه بندونه د سیندیزې حوزې له لوري په داخلي بودیجې رغول کیږي، چې د ۲۲ زره مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
د پرانستې پر مهال یې د میدان وردګوولایت والي قاري بختیار معاذ ویلي؛ اسلامي امارت په هره برخه کې د هېواد د بیارغونې کلک هوډ لري، چې عملاً تاسو یې د هېواد په کچه او د دې ولایت په کچه شاهدان یاست.
همداراز د میدان وردګو ولایت د سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالصمد حلیم ویلي؛ دا ذخیروي بندونه په هره ولسوالۍ کې یو یو بند جوړیږی، چې د سیلابونو د تخریب په مخنیوي او د اوبو د سطحې په لوړیدو کې مهم رول لري.
نوموړي زیاته کړې، چې په راتلونکي کې هم دې ته ورته د نورو ذخیروي بندونو د رغولو پلان لرو.