فلسطیني چارواکي وايي، چې غزه کې د صهیونیستي رژیم د برید له پیل څخه تر اوسه ۱۱ زره او ۲۴۰ کسان شهیدان شوي.
په شهیدانو کې ۴ زره او ۶۳۰ ماشومان او ۳ زره او ۱۳۰ ښځې هم شاملې دي.
دغهراز یادو چارواکو د اسرائیلو له لوري د ۹۴ دولتي ودانیو، ۲۵۳ تعلیمي مرکزونو او ۷۱ جوماتونو د ویجاړېدو او تخریب خبر ورکړی دی.
له بل لوري نړیوال سره صلیب د غزې په الشفا روغتون کې د انساني بحران خبر ورکړی.
د یاد سازمان استازي النا سیننکو ویلي، چې غزه کې فعال روغتونونه له ټپیانو او بېځایه شویو ډک دي او خلک فکر کوي، چې سیمه کې یوازیني امن ځایونه روغتونونه دي.
د دې تر څنګ یونیسف خبر ورکړی، چې غزه کې له ۷۰۰ زیات ماشومان بېځایه شوي دي.