ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پروان کې د ۳۳۶ زره ډالرو په ارزښت د شپږو پروژو چارې پیل شوې

یادې پروژې د پروان ولایت په مرکز او د کوه صافي او غوربند په څلورو ولسوالیو کې پلي کیږي، چې د دوه زره مترو په اوږدوالي، له یو تر پنځو مترو سور او د درې مترو په لوړوالي سره د غوربند، سالنګ او پنجشیر سیندونو په اوږدو کې د استنادي دېوالونو، کانالونو او سربندونو جوړول شامل دي، چې د اووه میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

دغه پروژې د ۳۳۶ زره ډالرو په ارزښت د اف، اې، او سازمان په مالي ملاتړ، د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د آریا غوربند ودانیز شرکت له لوري پلي کیږي، چې پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمنیه برابریږي کیږي.

د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د استوګنې ګڼ شمېر کورونه او کرنیزې ځمکې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.