ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نړیوالو سیالیو لپاره د ممتازو قاریانو موندلو په موخه د هېواد په کچه د قرآن کریم سیالۍ پیل شوې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هېواد په کچه د قرآن کریم د حفظ او تجوید ۱۲ دوره او د سبعه قراءاتو لومړی دوره سیالۍ د مرکزي زون د حاجیانو په مجتمع کې د وزارت د رهبرۍ غړو په ګډون پیل کړې، د دغو سیالیو موخه د هېواد په کچه د ممتازو قاریانو موندل دي، تر څو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.

یادې غونډې ته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رییس مولوي عبدالولي حقاني د قرآن کریم د حفظ کولو په ارزښت او په ټولنه باندې یې د مثبتو اغېزو د پریښودلو په تړاو مفصلې خبرې کړي او زیاته کړې یې ده، قرآن کریم د محمد (ﷺ) یوه لویه معجزه ده او دغه معجزه به تر قیامته پورې وي.

د وزارت د قاریانو چارو رییس مولوي عبدالغفار ثاقب هم په خپل واره سره د غونډې ګډونوالو ته د سیالیو په تړاو معلومات ورکړي او ویلي يي دي، څو ورځې وړاندې په ټولو ولایتونو کې د قرآن کریم د حفظ، تجوید او سبعه قراءاتو عمومي سیالۍ ترسره شوې.

چې له هر ولایت څخه ممتاز قاريان مرکز کابل ته معرفي شول، چې ټول ۵۰ تنه حافظان کېږي او اوس به په مرکز کابل کې د دوی ترمنځ سیالۍ ترسره شي چې د دوی ترمنځ به اول، دویم دریم نمره وټاکل شي او دغه ټاکل شویو ممتازو قاریانو ته ستاینلیکونه او نغدې جایزې هم په نظر کې نیول شوي.