د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د شېلر موسسې له مسولینو سره لیدنه کړې او د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو د چارو د ښه والي په اړه یې خبرې کړي.
دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سکتورونو د پراختیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې کړي او خپل نظریات او پلانونه یې سره شریک کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني اوسنى امنيت د کورنيو او بهرنيو پانګونې لپاره يو ښه فرصت بللی او زیاته کړې یي ده، کورني او بهرني سوداګر کولاى شي له کومې وېرې پرته افغانستان ته سفر وکړي او پانګونه وکړي.
موږ لا زیاتې هڅې کوو، څو د افغانستان خلک د خوراکي توکو خوندیتوب ته ورسېږي او دا کار د بزګرانو او مالدارانو له لارې کېږي.
ښاغلي عثماني په اوسني وضعیت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار اړین ګڼلی او ویلي يي دي؛ موږ باید د کرنې په برخه کې د ځان بسیاینې په موخه کروندګرو او مالدارانو لپاره لا زیاتې مناسبې زمینې برابرې کړو، موږ له تاسو او همکارو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې په خپلو پروژو کې روڼتیا، اغېزمنتوب او د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسي او د کرنې وزارت سره په همغږۍ کار وکړي.
د شېلر موسسې چارواکو د کرنې له وزارت سره د همکارۍ ژمنه کړې او ویلي يي دي؛ موږ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې لپاره له کورنیو او بهرنیو متخصصینو او مسلکي کسانو کار اخلو او په راتلونکو پروژو کې به د خلکو د غوښتنو او د کرنې وزارت له غوښتنو سره سم خپل فعالیتونه ترسره کړو.