د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د کابل پولیسو د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي؛ د کابل امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې د قتل، د موټرو او موټر سایکلونو د غلا، د اموالو او اجناسو د غلا، فرېبکارۍ، د وسلو قاچاق، چپاولګرۍ او ځینې نورو جرمونو دوه زره او 210 قضیې درلودې او په تړاو یې دوه زره او 136 تنه نیولي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ له دغو نیول شویو اشخاصو سره ۹۴ موټرې، شپږ موټر سایکلونه، ۶۶ میله تفنګچې، ۱۱ میله کلاشینکوفونه، دوه میلیونه او ۶۴۴ زره افغانۍ، اووه زره او ۸۰۰ ډالر، شاوخوا ۱۲۰ سیټه موبایلونه او دغه راز د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت مبایلونه له غلو راګرځول شوي او خپل مالک ته یې سپارل شوي، د شاوخوا ۱۶۰ زره افغانیو او ۸۰۰ زره ډالرو په معادل طلا ترلاسه شوې ده.
د ښاغلي ځدراڼ په وینا؛ د کابل امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې د کابل په مختلفو سیمو کې ۵۴۵ بېلابېل عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې ۶۱۹ تنه مظنونین نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
همداراز د کابل امنیه قومندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۵۸ تنو امنیتي ځواکونو ته د روغتیا، ظرفیت لوړونې، کمپیوټر، اداره، بشري حقونو او ځینې نورو برخو کې په مختلفو کورسونو کې یو میاشتنۍ، دوه میاشتنۍ او درې میاشتنۍ زده کړې ورکړي دي.
خالد ځدراڼ ویلي، د تروریزم ضد مدیریت په تېرو شپږو میاشتو کې د یو لړ کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې ۴۳ تنه مظنونین نیولي او اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال مولوي شاکر سعد د کابل پولیسو د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنو په کنفرانس کې ویلي، چې رسنۍ د حکومت او خلکو ترمنځ د پول حیثیت لري او دوی یې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.