ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

فراه کې د ۳۴۰ زره ډالرو په لګښت د لسو روغتیايې مرکزونو ودانيزې چارې بشپړې شوي

په فراه ولایت کې د ۳۴۰ زره ډالرو په مالي لګښت د لسو روغتیايې ځالو ودانيزې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارلې شوې.

د يادو مرکزونو د ودانيزو چارو د پرانیستې پر مهال د فراه ولایت د عامې روغتيا رياست رییس مولوي احسان الله شاکر ویلي؛ چې دا مرکزونه د ۳۴۰ زره  ډالرو په مالي لګښت د عامې روغتيا رياست تر رهبري لاندې د (UNFPA) دفتر په مالي ملاتړ د (MOVE) پلي کوونکې موسسې په همکارۍ د دې ولايت د مرکز په ګډون د اووه ولسواليو په سپينو سيمو کې جوړې، چې له جوړيدو سره سم به یې سيمه ييزو وګړو ته روغتيايې چوپړتیاوې وړاندې او د روغتيا کچه به لوړه شي.

د (MOVE) موسسې رییس ویلي؛ چې په يادو روغتيايې ځالو کې د نورو چوپړتیاوو ترڅنګ د مېندو او ماشومانو په برخه کې د یو نرس، یوې قابلې او یو ساتونکي په شتون روغتيايې چوپړتیاوې هم وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ ياد دفتر په پام کې لري، چې د یادو روغتيايې ځالو لړۍ نوره هم وغځوي.

ځايي اوسیدونکي د یادو مرکزونو خوښ دي او وايي؛ چې تر دې وړاندې به د سيمې اوسيدونکي مرکز ته د حامله ناروغانو د لېږد، لومړنيو روغتیايې چوپړتیاوو ته د نه لاسرسي او له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګریوان وو، خو اوس به یې یادې ستونزې حل او په خپل کلي کې ورته هر څه چمتو شول.

یاد مرکزونه دوه په پرچمن، دوه په ګلستان، دوه په فراهرود، یو مرکز ته څېرمه په کوک عليا، یو په پشترود، یو د خاکسفيد او یو د قلعه کاه په ولسوالیو کې جوړ او رسماً يې خپلې روغتيايې چوپړتیاوې وړاندې کړي‌.