ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

نوموړې په افغانستان کې د مثبتو پرمختګونو او فساد سره د مبارزې په برخه کې له لاسته راوړنو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې نړیوالې ټولنې ته یې ‏په دې اړه مثبت پیغام رسولی دی.

اغلې اوتنبایوا زیاته کړې، چي له افغانستان سره به تل د ملګرو ملتونو مرستې دوام ولري.

ښاغلي متقي ویلي، چې هېواد کې مثبت فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي، ملوک الطوایفي، فساد او مخدره مواد له منځه تللي دي.

بناء نړیواله ټولنه باید د قدر په سترګو ورته وګوري او د هېوادوالو کنګل شوې شتمنۍ، بانکي محدودیتونه او نوري اړونده ستونزې حل کړي.

په پای کې دواړو لوریو هوډ وښود چې شته ستونزو ته د حللارو موندلو په اړه به ګډه همکاري او تفاهم دوام ولري.