د کرنې سرپرست وزیر د ملي پراختیا شرکت څخه لیدنه کړې
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري له ملي پراختیا شرکت څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد شرکت له مسولینو سره د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هغوی د فعالیتونو په اړه خبرې کړي.
مولوي عطاء الله عمري دغه راز د ملي پراختیا شرکت په انګړ کې د يوې لويې ودانۍ د جوړېدو او د هغه ودانۍ د بيارغونې له پرمختګ څخه هم ليدنه کړې، چې په پام کې ده په کې د ماشين الاتو جوړولو شرکت جوړ شي.
د ملي پراختیا شرکت د اجرایې رییس عبدالرحمن عطاش د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه شرکت فعالیتونه بیان کړي او زیاته کړې یې ده؛ ملي پراختیا شرکت نه یوازې دا چې د قوش تېپې کانال چارې پرمخ وړي، ترڅنګ یې د لویو پروژو او ودانیزو چارو لپاره پلانونه او پروګرامونه هم لري.
د ملي پراختيا شرکت په تېر حکومت کې د اتو دولتي تصديو په ادغام سره رامنځته او عبدالرحمن عطاش د دغه شرکت د عمومي اجرايوي رييس په توګه وټاکل شو.
د یاد فرمان پر اساس د بنایي ودانیزتصدي، د هلمند ودانیز تصدي، افغاني ودانیز تصدي، د کور جوړونې تصدي، د غوري سمنټو فابریکو تصدي، د جبل السراج سمنټو فابریکو تصدي او د ارزاقو تصدي مدغم او د ملي پراختیا شرکت په عنوان نوی شرکت تاسیس شو.
د ملي پراختیا شرکت اوس مهال د افغانستان د اسلامي امارت په اډانه کې د حکومت له تګلارې سره همغږي دی او هغه مهمې پرمختیايي او پراختیایي پروژې چې له مخکې ټاکل شوي، پلي کوي.