د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي متقي د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په باب هر اړخیزې خبرې وکړې.
نوموړي ویلي؛ روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او له روسي لوري يې مننه کړې، چې مسکو کې یې افغان سفارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دغه راز مسکو کې یې د خپل دیپلوماتیک حضور د پراخولو او کچې لوړلو لېوالتیا ښودلې ده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو راکړو ورکړو هم خبرې کړې او له روسي لوري يې غوښتي، چې دواړه هېوادونه باید د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا پر لارو چارو کار وکړي.
ښاغلي متقي له روسیې څخه د نفتو، ګازو او غنمو پر واردولو بحث کړی او له روسي پلاوي یې غوښتي، چې د ګمرکې تعرفې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د روسیې ځانګړي استازي بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه شوې پېښې له امله غمرازي څرګنده کړې او ویلي یې دي؛ دښمنان هڅه کوي چې افغانستان ناامنه وي.
نوموړي زیاته کړې، چې روسیه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه کول نه غواړي.
ښاغلي کابلوف ټینګار کړی، چې روسیه نه غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې منزوي شي او دواړه هېوادونه باید په دې اړه ګډې هڅې وکړي.
د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي په وینا؛ هېواد به یې په ګڼو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د پاکستان، منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې ګټور رول لوبولای شي.