د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه د اعلامیې هرکلی کوي.
نوموړی زیاتوي، چې ريښتیا هم نړیوال باید له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
ښاغلی مجاهد وايي، چې د ښځو د تعلیم په اړه د دې سازمان اندېښنې د درک وړ دي؛ خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی، چې دزمینې په مساعدېدو سره به دا اندیښنه رفع شي.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي؛ اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا داسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي امارت سره له نیږدې تفاهم ولري.