د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايي؛ د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د تلې مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۲۵۰.۴ ميليونه ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۸.۲ ميليون ډالرو ته رسیدلی دی.
ښاغلی رافیع زیاتوي؛ تېر کال د تلې په مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۲۶۰.۷ میلیون ډالرو ته رسېده، د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د هېواد په صاداراتو کې د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۱۰.۳ میلیونه ډالر کموالی راغلی دی.
همدارنګه د ۱۴۰۱ کال تلې میاشت کې د هېواد د ټولو وارداتو ارزښت ۶۵۹.۴ میلیونو ډالرو ته رسېده چې د روان کال په پرتله ۱۳۸.۸ میلیونه ډالره کموالی ښيي.
د نوموړي په وینا؛ روان کال د تلې په مياشت کې ترټولو زيات صادارات پاکستان، هندوستان او چین هېوادونو ته وو او تېر کال په همدې میاشت کې هم پاکستان، هندوستان او تاجکستان ته تر ټولو ډېر صادرات ترسره شوي وو.
همدا ډول د ۱۴۰۱ او روان کال د تلې په میاشتو کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، ایران او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.