د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له مولوي امير خان متقي سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه پر غزېدلي سړک چاودنه په کلکو ټکو وغندله.
نوموړي د ژورې خواشینۍ، همدردۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي او د يادې پېښې قربانيانو ته یې دعا کړې ده.
ښاغلي متقي د خپل ایراني سیال د غمشریکۍ له څرګندولو مننه کړې او ویلي یې دي؛ دښمنان غواړي چي افغانستان کې د حاکم اسلامي نظام په برکت ډاډمن امنیت ګډوډ کړي؛ خو اسلامي امارت به هېڅ دښمن پرې نه ږدي چې امنیت اخلال او هېوادوال له تشویش او امنیتي ننګونو سره مخ کړي.