ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان بانک د بین البانکي اداینو (ACSS) نوي سیستم پرانسته وکړه

د افغانستان بانک د دویم مرستیال حاجي ملامحمد اخوند په مشرۍ د بین البانکي اداینو سیستم، چې نوی د افغانستان بانک له لوري رغول شوی دی پرانیسته وشوه.

د دغه سیستم د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ویلي؛ د خوښۍ ځای دی چې نن د افغانستان بانک د یو داسې عصري بانکي سیستم  خاوند شو، چې په نړیوالو ستندردونو سره برابر دی، فعال او په رسمي ډول یې ګټې اخیستنې ته سپاري.

د نوموړي په وینا د دې سیستم رامنځته کول یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت له بریا او په هېواد کې د نظام تر بدلون وروسته پر افغانستان یو لړ بندیزونه ولګول شول، له بده مرغه یو شمیر هغه سیستمونه چې د بهرنیو کمپنیو له خوا جوړ شوي وو، د دې ډول سیستمونو لپاره دوی هم خپل خدمات بند کړل، دې چارې د ATS یا بین البانکي اداینو سیستم کې ستونزې رامنځته کړې او د خصوصي بانکونو او د مالیې د وزارت په چارو یې بده اغیزه وکړه.

د افغانستان بانک له ګټې څخه په استفادې سره د ACSS/ICPSS پخوانی سیستم بیا فعال کړ، تر څو د بانکونو ترمنځ خدمات وړاندې کړي او د عوایدو د راټولولو په برخه کې د بانکونو او د مالیې وزارت چارې په ټپه و نه درېږي.

د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی امر عبیدالله عبیدي ویلي؛ دغه سیستم چې مونږ یې نن پرانیسته کوو، په کې ټول مروجه ستندردونه په پام کې نیول شوي دي.

دا سیستم د Microservices په طریقه جوړ شوی دی چې ډېرې ښېګڼې او ځانګړتیاوې لري، امنیتي برخو ته یې پوره پام شوی او د API Gateway یا له نورو سیستمونو سره د وصل کړکۍ کې یې ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي، چې د (Sigtas, Afmis, CBS) سیستمونه په آسانۍ ور سره نښلیدای شي.

د نوموړي په وینا؛ هغه موارد چې په پخواني سیستم کې منول وو، په نوي رامنځته شوي سیستم کې بشپړ اتومات دي، چې دا به د چارو په تر سره کولو کې اغېزناک رول تر سره کړي.

ښاغلي عبیدي ویلي؛ نوی جوړ شوی سیسټم (ACSS/ICPSS) د نړیوال بانک لخوا چمتو شوي سیسټم په څیر په ټولو معیارونو برابر فعالیت لري او هیڅ لګښت نه دی پرې راغلی چې د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوی امریت له لوري به یې حفظ او مراقبت چارې تر سره کېږي. 

له دې وړاندې د پخواني سیستم د جوړونې لپاره ۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت ورکړل شوی وو او د خوندیتوب او ساتنې لپاره یې په کلني ډول لګښتونه ورکول.

د افغانستان بانک د اداینو سیستم لوی امر غلام رسول رسولي خبرې ویلي؛ د دې سیستم د کارولو په اړه د افغانستان بانک د اداینو د لوی امریت لخوا ټولو بانکونو او نورو اړوندو ادارو ته روزنه ورکړل شوې او همدا راز یاد سیستم د سوداګریزو بانکونو او د مالیې له وزارت سره په بریالیتوب ازمویل شوی دی. 

نوموړي زیاته کړې؛ دا چې دا سیستم زمونږ د خپل داخلي کادر له خوا جوړ شوی دی که په دغه سیستم کې بدلون راوستلو ته اړتیا ولیدل شي په اسانۍ سره دا بدلون په کې راتلی شي او د دې سیستم لومړی فاز چې د مالیې د وزارت د اسیکوډا سیستم او د افغانستان بانک د CBS  سیستمونو وصل وو، په بریاليتوب سره تر سره شوی دی او د راکړې ورکړې بهیر یې په اتومات ډول په چټکۍ تر سره کېږي.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی، چې د درنو هېوادوالو لپاره په تولو برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.