ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګري ملتونه: غزه کې د شهیدانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي

ملګرو ملتونو غزه تړانګه کې د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې غزه کې د اسرائیلو له لوري د شهید شویو کسانو ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

فلسطیني چارواکي بیا وايي، چې صهیونیستي رژیم له پیل څخه تر اوسه د غزې په اوسېدونکو له ۱۳۰۰ زیات بریدونه کړي، چې له امله یې څه باندې۱۳ زره کسان شهیدان شوي.

په یادو کسانو کې ۵ زره او ۵۰۰ ماشومان او ۳ زره او ۳۰۰ ښځې هم شاملې دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا؛ په دې بریدونو کې تر اوسه ۳۰ زره کسان ټپیان شوي، چې ۷۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

دغه‌رزا پر ودانیو او روغتونونو د بمباریو له امله تر شپږو زرو زیات کسان لادرکه دي.

د ملګرو ملتونو نفوس شمېرنې صندوق په اېکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي: “ښځې او ماشومان د ژوند حق لري او دوی باید د جګړې هدف ونه ګرځول شي… همدا اوس جنګ ودروئ.”