ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ویرات کوهلي د ۲۰۲۳ نړیوال جام غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرېکټ په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې ویرات کوهلي ۷۶۵ منډې جوړې کړې او د سچن ټنډولکر د ۲۰۰۳ زېږدیز کال پخوانی ریکارډ یې، چې ۶۷۳ منډې یې کړې وې مات کړ.

کوهلي په دې ټورنمنټ کې د ۹۵.۶۲ اوسط او ۹۰.۳۱ سټرایک رېټ په درلودلو سره لوبیدلی.

په ۲۰۲۳ نړیوال جام کې کوهلي درې سلیزې د (بنګله دېش، سویلي افریقا او نیوزلینډ ) پر وړاندې ووهلې، چې تر ټولو مهمه یې په نیمه پای لوبه کې د نیوزلینډ خلاف وه.

په یاد نړیوال جام کې ویرات کوهلي ښه وځلېد او د هندوستان د پخواني توپ وهونکي سچن ټنډولکر یو بل مهم ریکارډ یې، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۴۹ سلیزې درلودې، مات کړ او خپل کیریر کې یې ۵۰ سلیزې شاملې کړې.

ویرات د یو ورځنیو سیالیو فارمټ په تاریخ کې مخکښ سلیزه جوړوونکی شو.

کوهلي د ټنډولکر اوږد مهاله ریکارډ د “Little Master’s” کورني لوبغالي Wankhede سټیډیوم کې مات کړ او ویې ویل، چې دا زما د ژوند تر ټولو ښه شېبه وه.

نوموړي زیاته کړه؛ ما دغه شېبه د یو خوب په څیر احساسوله. له خوښۍ مې خپل احساسات نشوی کنټرولولای او د مینه‌والو مینې او تشویق مې مورال نور هم لوړ کړ.

په نیمه پایلوبه کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د کوهلي د ۱۱۷ منډو پر مټ د ۲۰۲۳ کال پایلوبې ته لاره ومونده.

ویرات د خپلو سلیزو ریکارډ په اړه وايي؛ دا به زما د ژوند تر ټولو غوره ورځ وي، چې زما پر وړاندې زما د ژوند ملګرې او زموږ پیاوړی اتل سچن ټنډولکر ناست وي او زه د زیاتو مینه‌والو په وړاندې خپله ۵۰مه سلیزه جوړوم.

نوموړي په پای لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې په ۶۳ توپونو ۵۴ منډې جوړې کړې او په بله نیمه سلیزه یې خپله سیالي پای ته ورسوله، مګر د هغه هڅې بې ګټې ثابتې شوې او هند په وروستۍ لوبه کې ماتې وخوړه.

د ۲۰۲۳ نړیوال جام اتلولي اسټرالیا وګټله او د شپږم ځل لپاره یې نړیوال جام پر خپل نوم کړ.

احسان‌الله عادل