د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون مشر مولوي عبدالسلام حنفي، د کندهار والي حاجي ملا شيرین اخوند او يو شمېر نورو مسولینو سپين بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی.
یاد مسولین سپين بولدک ولسوالۍ ته د سفر پر مهال لومړی د راستنېدونکو کډوالو استوګنځي ته ورغلي او هلته یې د بېلابېلو کمېټو چارې او فعاليتونه ارزولي دي.
د یاد کمیسیون د بېلا بېلو مرکزي کمېټو مشرانو او په سپین بولدک کې د ځایي کمېټو مسولینو سره په ګډه ناسته کې د کمېټو د مسولینو مشورې، وړانديزونه او ستونزي واورېدل شوې او د حل په برخه کي د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د سپین بولدک له لارې هره ورځ له پاکستان څخه هېواد ته راستنېدونکو د کډوالو سلګونه کورنیو ته حکومت بشپړ چمتووالی نیولی، مرستې ورسره کوي او هره کورنۍ په ډېر خوندي ډول خپل ټاکلي ځای ته رسوي.