ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حضرت عبدالله ابن مسعود رض جګړه‌ایزو ګډو زده‌کړو قوماندانۍ څخه ۱۸۰ تنه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د څلورو مسلکي ښوونځيو له بېلابېلو کورسونو څخه ۱۸۰ تنه سرتیري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسولینو تازه فارغ شوو سرتیرو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې درکړل شوې زده کړې د اسلامي امارت یو امانت دی او په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې یې نورو سرتیرو ته ور زده کړئ او له دغو فرصتونو څخه سالمه ګټه واخلئ.

یادو فارغانو بی لیکونه ترلاسه کړل او د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود.