د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي د ایټالیايي موسسې له عمومي رییسې سوسانا فیورتي او د بورډ له غړي ښاغلي سزویزو سویره سره لیدنه کړې.
دواړو لورو له پاکستان څخه په جبري توګه راستنېدونکو افغانانو ته د دغې ادارې د مرستو او خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې کړي.
محمد ارسلاح خروټي د يادې موسسې له لوري د مرستو د پيل ستاينه کړې او ویلي يي دي؛ دغه مرستې بايد د اړتيا له مخې وي.
نوموړي زیاته کړې؛ نړۍوال بنسټونه او موسسې په دې سختو او دشوارو شرايطو کې چې افغان کډوال ور سره مخ دي، د نورمال وخت په پرتله زياتې مرستې وکړي.
مالي او اداري مرستیال ویلي؛ له کډوالو سره باید د سیاسي وسیلې په توګه چلند ونشي، باید له هغوی سره د بشري حقونو او انساني وجیبو له مخې چلند وشي.
سوسانا فیورتی د جبري راستنېدونکو له پاره د یادې ادارې د ملاتړ او مرستې ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ موږ به د یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ کار وکړو.