د روزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کي د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د ۱۶ کرېکټ لوبډلو ترمنځ (اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی) په عنوان د کرېکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چي د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د کرېکټ بورډ امریت سره په همږغۍ د دغه ولایت په چورې ولسوالي کې پیل شوې د پرانستې په مراسمو کې یې د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي، د کرېکټ بورډ امر، لوبغاړو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د اطلاعات او فرهنګ رییس ویلي، موږ به تل د خپلو ځوانانو د خدمت او سالمو هیلو پوره کولو لپاره هلې ځلې کوو او د دوی د تشویق او یو ځای والي لپاره به خدمت کوو.
نوموړي زیاته کړې؛ دا چي دغه سیالۍ مو د اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی تر نامه لاندي جوړې کړي د ټولو ځوانانو غواړم، چې د اسلامي نظام لپاره خپل مسولیت وپېژني او خدمت وکړي.
د کرېکټ مسول خیر الله افغان ویلي؛ اسلامي نظام زموږ ګډ کور دی تر نوم لاندی دغه پیل شوې سیالۍ د اطلاعات او فرهنګ ریاست په همکارۍ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې، چي ۳۰ ورځې به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، د کرکټ د پرمختګ په موخه غواړو ټولو ولسوالیو کې د کرېکټ لوبډلې ولرو او داسې سیالۍ ورته چمتو کړو.
لوبغاړي خوښ دي، چي په لومړي ځل ورته د کرېکټ لوبي په لاره اچول شوي، او د مسولینو څخه یې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې.
یادو لوبغاړو زیاته کړې؛ د اسلامي نظام لپاره به خپل مسولیتونو ته پاملرنه کوو، د خپل نظام او هېواد ملاتړي به یو.