د ختیځ زون قبایلو او سرحداتو مدیریت په هڅو، د دیني علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب د ننګرهار په حصارک ولسوالي کې د دوو کورنیو ۲۸ کلنه دښمني، چې یو کس له منځه هم پکې تللی و، په دوستی بدله شوه.
د پخلاینې پدې مراسمو کې د یاد مدیریت مرستیال قاري محمد نعیم مفکر له علماوو او قومي مخورو د ځانګړې مننې تر څنګ د دواړو کورنیو له مشرانو هم مننه کړې، چې د کلنو دښمنۍ ختمولو لپاره یې زموږ وړاندیز ومانه او د الله ج رضا په خاطر یې یو بل ته بښنه وکړه.
نوموړي ویلي، چې الله ج تل په صلحه ټینګار کړی او په هغه بنده د لوی رب ځانګړی رحم وي چې تل نورو ته عفوه او بښنه کوي.
ښاغلي مفکر په نورو هېوادوالو هم غږ وکړ، تر څو خپلې ستونزې د جرګو او مرکو له لارې د اسلامي اصولو سره سمې حل او فصل کړي، یو بل ته د ورورولي لاس ورکړي او په یو بل رحم وکړي.
اسلامي امارت تل هڅه کوي چې قومونه ارامه ژوند ولري او هېچاته به دا اجازه ورنکړي، چې په یو پر بل ظلم وکړي.
په پای کې د دواړو کورنیو استازو له خواخوږو او د اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې، چې د دوی دا لویه دښمني یې په دوستی بدله کړه.