د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سميت سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د سیاسي برخې مشر سکاټ سمیټ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر بشري مرستو ټینګار کړی او ویلي يي دي، په افغانستان کې طبیعي پېښو په ځانکړي ډول د هرات زلزلې او د کډوالو راستنېدو ته په کتو، ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې، دغو پېښو پر افغانانو منفي اغېز کړی او د مرستو اړتیا یې ډېره کړې ده.
د سمیټ په وینا؛ د ملګرو ملتونو په نوښت به په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې اسلامي امارت به یې مهمه برخه وي.
ښاغلي سمېت همدارنګه، د اسلامي امارت لخوا د کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ملګرو ملتونو له لوري د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
نوموړي ویلي، یوناما د کډوالو او راستنېدونکو کورنیو حالت له نږدې څاري او په دې برخه کې یې د مرستو یادونه کړې.
مولوي ذاکر په هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ د فعال حضور او همکارۍ مننه کړې او ویلي يي دي، د ژمي په راتګ سره دې ملګري ملتونه له افغانانو سره د بشري مرستو لړۍ پراخه او دوامداره کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د لویو پروژو په پلي کولو سره غواړي د بېکارۍ او فقر کچه راټیټه کړي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالۍ ټولنې مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.
ښاغلي ذاکر ویلي، ملګري ملتونه دې د اسلامي امارت پر وړاندې شته محدودیتونه او خنډونه له منځه یوسي، همکاریو او مثبت تعامل ته دې لومړیتوب ورکړل شي.