په یاده غونډه کې د سکتوري وزارتونو او ادارو تر منځ د لاښې همغږۍ پر موضوع هراړخیز بحث شوی.
پېښو سره د مبارزې عالي امارتي کمېسیون په تخنیکي غونډه کې د سکتوري وزارتونو او ادارو پر همکارۍ، د مرستندویه موسسو له لوري د پروژو د پلي کولو، د مرستو د وېش او په دې برخه کې د ښې همغږۍ رامنځته کولو پر موضوع هر اړخیز بحث شوی.
د غونډې ګډونوالو په دې اړه په خپلو نظرونو کې ویلي؛ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو له پاره په کار ده، چې د پروژو د ښه عملي کېدو او د اړتیاوو پوره کېدو په موخه دې ټول سکتوري وزارتونه او ادارې خپل پلانونه چمتو کړي، څو یې له مخې په کارونو کې چټکتیا او پوره همغږي رامنځته شي.
دغه راز په دې برخه کې د کابینې د پرېکړې پر اساس د چمتو شوې کړنلارې پر عملي کېدو هم ټینګار شوی او یادونه شوې، چې یاده کړنلاره کې د تعدیل راوستلو په برخه کې دې د اړوندو وزارتونو او ادارو نظر واخیستل شي.
د غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې یاد نظرونه دې تر یوځای کېدو وروسته د اقتصادي معاونیت پېښو سره د مبارزې عالي امارتي کمېسیون ته وسپارل شي، ترڅو د وروستۍ تصمیمنیونې په موخه د پېښو سره د مبارزې عالي کمېسیون له مشرتابه سره شریک شي.