د افغانستان سربېره به د رزمي لوبو په دغه فیسټوال کې د ۱۲ نورو هېوادونو لوبغاړي او ورزشکاران هم ګډون وکړي.
ایران هېواد ته د ورزشکارانو د دغه سفر په مراسمو کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست ریيس احمدالله وثیق، د یاد رياست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د WMMAF فدراسیون استازو او لوبغاړو برخه لرله.
احمدالله وثیق ورزشکارانو ته د ډاډ په موخه ویلي؛ د افغانستان د المپیک ملي کمېټه او د بدني روزنې او ورزش ریاست همېشه د هېواد د ټولو ورزشکارانو ملاتړ کړی او د دوی تر څنګ ولاړ دي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې لوبغاړي به په یاد فیسټوال کې ښه ځلېږي او غوره لاسته راوړنې به ولري.
د دې ترڅنګ نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ ښودلی، چې د روانې میاشتې په جریان کې به د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ هم ترسره شي.
حیات الله رحماني لوبغاړو ته سپارښتنه کړې، چې په ایران کې د خپل هېواد غوره استازیتوب وکړي.
د یادونې ده، چې د رزمي لوبو یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.