ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي احمد الله وثيق د سره‌صلیب نړیوالې کمېتې له رییس سره لیدنه کړې

د افغانستان د المپيک ملي کمېتې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالي کمېټې له رییس البرټو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېتې رییس ښاغلي البرټو د المپیک ملي کمېتې او سپورت عمومي رییس سره په افغانستان کې د معلول ورزشکارانو په ستونزو خبرې کړي.

البرټو په مزار شریف، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د دوی له لوري د معلول ورزشکارانو لپاره د جوړ شویو ورزشي جمنازیمونو پر اړه معلومات ورکړي.

نوموړي د افغانستان د ویلچر باسکټبال له ورزشکارانو د پوره ملاتړ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې، چې په ننګرهار کې معلول ورزشکارانو ته د یو باب نوي جمنازیوم په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

البرټو همداراز غوښتنه کړې، چې د افغانستان د ورزش اداره دې، هم د پاراالمپیک کمېټې پاملرنه زياته او ځانګړې توجه وکړي.

مولوي احمد الله وثیق د افغانستان له معلول ورزشکارانو سره د سره صلیب له ملاتړ مننه کړې او ویلي يي دي؛ په یادو ولایتونو کې موجوده ستونزو ته به رسیدنه وکړي او وروسته به یې راپور له دوی سره شریک کړي.

ښاغلي وثیق د سره صلب نړیوالي کمېټې له رییس څخه هم غوښتي، چې د ورزش په برخه کې دې خپلې چارې د هېواد له ورزش ادارې سره په همغږي مخته یوسي.

د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رییس د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته ډاډ ورکړی، چې له سره صلیب کمېټې سره د ورزش په برخه  کې تل همکاري ته چمتو دي.