ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا ناروغۍ د پېښو زیاتوالی ردوي

عامې روغتیا وزارت هغه اندېښنې ردوي، چې ګواکې هېواد کې د کرونا ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

د یاد وزارت مسولین وایي، چې د کرونا کچه ټېټه ده او توانیدلي د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ۱۲ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق کړي.

دغه راز د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايی، چې په ورځني ډول له دوی سره د کرونا دوې پيښې ثبتېږي او کوم ناروغان چې وروړل کېږي په ښه توګه یې درملنه کېږي.

افغان جاپان روغتون ته راوړل شوي ناروغان او پایوازان یې د یاد روغتون له روغتیايي خدمتونو خوښ دي او وایي، چې په ښه توګه یې درملنه کېږي.

په وروستیو کلونو کې کرونا هغه ناروغي ده، چې په نړیواله کچه یې د ګڼ شمیر خلکو ژوند اخیستی، خو د معلوماتو له مخې د دې ناروغۍ کچه ډېره کمه شوې ده.