ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند: اسلامي امارت زرګونو ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسولین وایي، د اسلامي امارت د بېکارۍ د له منځه وړولو لپاره ډېره هڅه کړې او زرګونو ځوانانو ته یې په دولتي اداراتو، خصوصي سکتور، د کانونو په استخراج او بېلا بېلو پروژو کې د کار زمینه برابره کړې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي ویلي، چې په تېر یوه کال کې په دولتي اداراتو کې ۵۳ زره زیات ځوانانو ته د کار جوازونه وېشل شوي او زیات ځوانان په دندو ګمارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت خصوصي سکتور ته ځانګړې پاملرنه کړې، د صنعتکارانو او کارخانو د مالکانو ستونزو ته یې رسېدنه کړې، دغه راز د معادنونو په استخراج کې هم په زیاته اندازه ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیث ملا هبة الله اخوندزاده حفظه الله د هدایت پر اساس هغه هېواد وال چې له پاکستانه راستنېږي ورته کمېسیون جوړ شوی، چې په یاد کمېسیون کې د کار موندنې کمېټه ایجاد شوې، چې د دې کمېټې مشري د کار او ټولنیزو چارو  وزارت پر غاړه لري.

دا کمېټه په تورخم، سپین بولدک او انګور هډه کې فعالیت کوي، هغه هېوادوال چې له بهره هېواد ته راستنېږي د تحصیلي سند ته په کتو ځوانان ثبتېږي او په راتلونکې کې به په دولتي او خصوصي سکتورونو کې په دندو وګمارل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت پلان لري په نږدې راتلونکي کې هغه هېوادوال چې زده کړي یې نیمګړې پاتې وي، ورته فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه جوړ کړي، چې له دې لارې به مو ډېرو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.