د امو دریا نفتي حوزه کې له اته نویو څاه ګانوڅخه د نفتو استخراج پیل شو.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لور سرپل کې له اتو نویو څاګانو څخه د نفتو استخراج پیل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې شیخ شهاب الدین دلاور د یادې پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د نویو څاه ګانو له پرانیستې سره به کېندل شوو څاه ګانو شمېر ۱۷ رسیږي او د استخراج کچه په ورځني ډول ۸۰۰ متره مکعب ته پورته شي.
ښاغلي دلاور زیاته کړې په نیږدې راتلونکي کې به ۱۰ نوې څاه ګانې هم وکېندل شي چې د یادو څاه ګانو په کېندلو سره به د استخراج کچه نوره هم لوړه شي. هغه همداراز د کاري فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دغې پروژې په پیل سره به څه باندې ۵۵۰ تنو ته په مستقیم او زیات شمېر هېوادوالو ته به په غېري مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
اقتصادي مرستیال هم د ځان بساینې په برخه کې د نفتو استخراج مثبت ګام بللی او د سرپل ولایت اوسېدوونکو ته یې د زیاتو ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینکار کړی دی.