ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له امو نفتي حوزې څخه د نفتو استخراج په ورځني ډول ۸۰۰ مترمکعبو ته لوړ شو

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سربېره د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور او د سرپل ولایتي مسولینو هم شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل؛ اسلامي امارت د ټولو ولایتونو متوازن پرمختګ ته پاملرنه کړې او دا دي نن موږ په سرپل ولایت کې د یوې مهمې پروژې د پرانیستې شاهدان یو، چې لومړۍ ګټه به یې د همدغه ولایت اوسېدونکو ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا؛ د دغه مهمې پروژې په پيل سره به په سرپل ولایت کې لوی مجهز روغتون، د خلکو له غوښتنې سره سم معیاري سړک او همدا راز د اوبو بند هم جوړ شي، چې زرګونو کسانو ته به کاري فرصتونه برابر او د هېواد په اقتصادي وده او د عواید په زیاتوالي کې به مهم رول ولوبوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له قراردادي شرکت غوښتي، څو د یادې پروژې کارونه د قرارداد اړوند په ښه ډول ترسره او د سرپل ولایت د اوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو دې په دغه ولایت کې عام‌المنفعه پروژې بشپړې کړي.

د آمو نفتي حوزې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به د نفتو په استخراج کې په ورځني ډول ۸۰۰ مترمکعب زیاتوالی راشي او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې ۱۰ نورې څاګانې هم فعالې شي.

د آمو نفتي حوزه کې اوسمهال ۳۵۰ انجنیران او ۵۵۰ کارکوونکي په مستقیم ډول پر کار مصروف دي، چې د ۸ نورو څاګانو په فعالېدو سره به یې په شمېر کې زیاتوالی راشي.