د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شېخ شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې د ګازو نل لیکې د کمپنۍ له اجراییوي رییس محمد امانوف او له مل پلاوي سره کتلي.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې ټاپي پروژه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري غواړو چې هر څومره ژر کېدای شي چارې یې پیل شي.
غونډه کې د ټاپي پروژې اجرایوي رییس د دې پروژې د پلې کول په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت له ملاتړ مننه وکړه او په دې برخه کې یې پر ګډو همکاریو ټنګار وکړ. زیاته یې کړه، چې تر دې دمه د یادې پروژې چارې په ښه توګه روانې دي او د عملي چارو د پیل لپاره یې هڅې کوي.
دغه راز دې غونډه کې هرات کې د صنعتي ښارګوټي او ښاریانو ته د ګازو د وېش په اړه د درې اړخیز تفاهم لیک د لاسلیک په تړاو خبرې وشوې.