د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنه محمد په مشري راغلي پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې اغلې امنې محمد ویلي، چې موږ غواړو له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي ترڅنګ دا هیواد د نړیوالې ټولنې فعال غړی شي او د افغانستان راتلونکی د دې هیواد نسل له زده کړو او روزنې پورې تړاو لري.
ښاغلي حنفي د ملګرو ملتونو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د روغتیا، ښوونې او روزنې او کرنې په برخو کې د نړیوالو مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې ملګرو ملتونو د تورلېست حذفولو، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنې اوپه ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولي د ورسپارلو په برخه کې اړینه همکاري او پاملرنه نه ده کړې.
نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله میلیونونه افغانان کډوال او پینځه میلیونه په نشه یي توکو روږدي شول، چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.
د ښاغلي حنفي په وینا؛ هیواد کې د اوږدو جګړو، بې وزلۍ او وچکالیو له امله ډېری افغانان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د عالیقدر امیرالمومنین له لوري عمومي بښنې ته په اشارې ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته سراسري امنیت تامین شوی، فساد له منځه تللی، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی شوی او داعش ځپل شوی دی.
نوموړې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د روغتیا، زده کړو، امنیت، د ښځو حقونو او نورو بېلابېلو برخو کې مثبت کارونه کړي او لا هم هیوادوالو ته د ښو خدماتو او اسانتیاوو د برابرولو هڅې کوي. ښاغلي حنفي له یاد پلاوي غوښتي، چې نړیوال دې بشري مرستو ته له سیاسي مسایلو سره تړاو نه ورکوي او په دې برخه کې رامنځته شوې ستونزې دې د مذاکرې او مفاهیمې له لارې په ښه توګه حل شي.