ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قزاقستان هېواد د پېښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال له مهاجر فراهي سره لیدنه؛ د دواړو هېوادونو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار شوی

د قزاقستان هېواد د پېښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال او افغانستان کې د یاد هېواد سفیر د هرات بهرنیو اړیکو مرستيال په شتون کې د یاد ولایت مرستیال سره لیدنه کړې.

د قزاقستان هېواد د طبیعي پیښو پر وړاندي د مبارزې مرستیال د مهاجر فراهي سره په لیدنه کې ویلي؛ چې د دغه هېواد ۱۱۰ ټنه مرستې هرات ته رسېدلي او زلزله ځپلو ته ځانګړي شوي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا د یاد هېواد څلورمه مرستندویه جوپه ده، چې په روان کال کې افغانانو سره مرسته شوې.

دغه چارواکي هیله څرګنده کړې، چې دغه مرستې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړي کړي.

د هرات ولایت مرستیال مهاجر فراهي ویلي؛ چې موږ هم د قزاقستان هېواد سره د نیکو اړیکو غوښتونکي یو او همداراز یې هیله ښودلې، چې په نږدې راتلونکي کې به د قزاقستان هېواد سره د ښو اړیکو شاهدان وسو.