د امریکا متحده ایالاتو د روسیې واګنر پوځي ډله د یوه جنایتکار سازمان په توګه وپېژندله.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پخپلو خبرو کې دا ډله په جنګي جرمونو او د بشر حقونو په نقض تورنه کړې او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به بندیزونه پرې ولګوي.
جان کربي زیاته کړې، چې یاده ډله اوس مهال شاخوا ۵۰ زره پوځیان لري، چې ۴۰ سلنه یې روسي زندانیان دي.
واګنر پوځي ډله په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د یوه روسي سوداګر له لوري جوړه شوې ده.
دې ډلې د اوکراین د جګړې په ګډون په لبیا، سوریې او مرکزي افریقا کې پوځي ماموریتونه ترسره کړي دي.