د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
د ښاغلي مارټین ګریفیټس په مشرۍ راغلي لوړ رتبه پلاوي سره د پاملرنې نړیوالې موسسې”Care” عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونېسف موسسې د اجرایوي راست مرستیال عمر عبدي او”Save the children” موسسې رییس جانتي سوربپتو د دې پلاوي ملتیا کوله.
یاد پلاوي په ټول افغانستان کې له ډاډمن امنیت خوښي وښوده زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت په راتګ سره توانېدلي چې د افغانستان ګوټ ګوټ کې ۴.۶ میلیارد ډالر بشرپاله مرستې اړمنوته ورسوي.
د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال په مشرۍ له لوړ رتبه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه مسولیت لري، چې د افغانستان او نړوالو ترمنځ د ښو اړیکو په جوړولو کې رغنده رول ولوبوي.
دغه راز ښاغلي متقي زیاته کړه افغانستان کې له اړمنو سره د مرستو لپاره ښه زمینه برابره ده، اړتیاده چې نړیوالې خیریه موسسې راشي او د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.
ښاغلي متقي له یاد پلاوي وغوښتل، چې د افغانستان رښتینی وضعیت له نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.