د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۲۰ مه غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د قېمتي ډبرو او فلزاتو د نندارتونونو جوړولو لپاره د کانونو او پټروليم وزارت لخوا برابره شوې طرحه او د چارو ادارې د بررسیو منازل رياست د کړنلارې طرحې په لږ بدلون سره تایید شوې.
همدا راز د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د ياد وزارت د امو سيند د څنډو د تحکيم رياست له لارې د امو سيند د تخريباتو د مخنيوي، تخريب شويو ځايونو د رغولو او له ګواښ لاندې سيمو او کورنيو د خونديتوب لپاره لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونه جوړ او پلي کړي.
په دې تړاو ماليې وزارت ته حکم وشو، چې که د اوبو او انرژۍ وزارت د مالي امکاناتو ستونزه لري، نو له اړوند کوډ څخه دې د اصولو له مخې مالي امکانات ورته برابر کړي.
دغه راز د چاپيريال ساتنې ادارې له لوري د ښکار له خوندي سيمو د عوايدو راټولولو اړوند طرحې او پاليسۍ په اړه د تشکيلاتو او معاشاتو د تنظيم کمېسيون طرحه ومنل شوه.