د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال سره لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو پر دوام، لا زیاتې همغږۍ او د اړوند نړیوالو موسسو په همکارۍ بحث او خبرې وشوې.
د عامې روغتیا وزارت ښاغلي معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګریفیټس او ورسره مل پلاوي خبرې او وړاندیزونه واورېدل او له هغوی یې وغوښتل، چې ملګري ملتونه او نړیوالې موسسې باید د عامې روغتیا وزارت سره په همغږي خپلې برنامې تنظیم او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارتین ګریفیټس د بشري مرستو پر دوام، د دوی د همکاري پر زیاتوالي او په لا ښې همغږي ټینګار وکړ.
ښاغلي معین د ملګرو ملتونو د مرستو له دوام مننه کړې او د هر راز همکاري ډاډ یې ورکړی دی.