د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د هټیوالو اتحادیې له مسولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د اتحادیې مسولینو ویلي، چې هر ډول همکاري ته ژمن دي او په خپله ټولنه کې به د معروفاتو د اقامې او د منکراتو په ازاله کې هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.
شیخ محمد خالد حنفي هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې خپل مشکلات مو د حل په موخه له موږ سره شریک کړئ، تر څو په ښه ډول د هېوادوالو خدمت وکړای شو.
دغه راز نوموړي د اتحادیې له غړو غوښتي، چې په خپلو کارونو کې له اخلاص څخه کار واخلي او ټولې کړنې د اسلامي احکامو سره سمې تر سره کړي، تر څو په دې برخه کې د منکراتو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ دی، چې یاده اتحادیه له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې په ۱۹ ولایتونو کې فعالیتونه لري او یوازې په کابل کې ۱۲۰ زره کسان غړیتوب پکې لري.