ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ایران له سفیر سره د ویزو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په تړاو خبرې شوې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي، د سفارت مرستیال، ډیپلوماټانو او هېواد کې د ایران د څلورو قونسلګریو له مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په شمول د بهرنیو چارو وزرات یو شمیر رییسانو هم ګډون درلود.

په لیدنه کې په سیاسي موضوعاتو سربېره د ویزو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو او چټکتیا رامنځته کولو، د سوداګري او کرنې په برخو کې د نویو اقداماتو او یو شمېر نورو موضوعاتو د ښه والي په تړاو خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په دې ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په اړه اوږده او هر اړخیز بحثونه شوي دي.